د ایران د ملت ځواک، وړتیا، نوښت او د پوځ قدرت باید صهیونیسټان ته په سمه توګه وپيژندل وشي/ د صهیونیسټانو په وړاندې یو نړیوال ائتلاف جوړ شي

کابل-ایرنا- د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ایران په اړه د صهیونیسټی رژیم د غلطو محاسبو د ماتولو په ضرورت تاکید وکړ او وویل: دوی د ایران په اړه غلط فهمۍ لري، ځکه چې دوی ایران، ځوانان او د ایران ملت نه پیژني او د ایراني ملت په ځواک، وړتیا، نوښت او اراده هم نه دي پوه شوي، چې باید دوی ته پوه شي.

 د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې،  د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه‌ای د یکشنبی په ورځ د لړم په شپږمه نیټه د امنیتی شهیدانو له زرګونو محترمو کورنیو سره په کتنه کې دغه شهیدان د حق د لارې د سترو شهیدانو له جملې څخه وبلل او د ټولنې په ټولو چارو او د خلکو د ژوند په بېلابېلو برخو کې د امنیت بنسټیز اهمیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ: یوازې یو پیاوړی ایران د هیواد او ملت امنیت او پرمختګ تضمینولی شي؛ نو ایران باید په ټولو اقتصادي، ساینسي، سیاسي، دفاعي او مدیریتي برخو کې ورځ تر بلې پیاوړی شي. 

 آیت الله خامنه‌ای په غزه او لبنان کې د ترټولو وحشیانه جنګی جنایتونو په ترسره کولو کې د صهیونیسټ رژیم پرله پسې اقداماتو ته په اشارې سره د دغه ظالم رژیم پرضد د «نړیوال ائتلاف» د جوړولو غوښتنه وکړه او د صهیونیسټانو د دوه شپې وړاندي ناوړه اقدام ته یې په اشاره، زیاته کړه: دوی دا تېروتنه د ځانګړو موخو لپاره ګړندي کوي، خو دا هم ناسمه ده چې دا یې کمه وګڼله او ووایو چې دا هیڅ نه وه او مهمه نه وه. 

 ایت الله خامنه ای تاکید وکړ: بې له شکه چې د کار کیفیت باید زمونږ چارواکی په سمه توګه وپېژنی او هغه څه وکړی چې د دغه هېواد او ملت په ګټه دی، څو پوه شی چې د ایران ملت څوک دی او ځوانان یې څه ډول دی؟

 د اسلامی انقلاب معظم رهبر وفرمایل: دغه فکر، انګیزه، تیاری او زړورتیا چې د ایران په ملت کې شتون لری باید وساتل شی ځکه دغه عناصر پخپله د امنیت جوړونکی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .